ځینې خوبونه داسی وی چي پرته له عمومي فکر نه راځی خو زېاتره خوبونه ستا د فکر عکس وی.

براي ما خوب لیدۍ چي بیخی ډیری ځاڼي په سهیلو سهیلو باندی راروانی وي. او بیا په اسمان کښ تَک تور دُوګ را پیدا سی. دا دوګ بیا د جالیانو شکل ومومی او د ځاڼګو شاوخوا را تاوُ سی. بیا دا ځاڼګي سوکه سوکه په جالیو کښ بندیږي اوُ لاندی را لویږي.
زه ور منډه کړم او د یو ځاڼګی د نیولو هڅه کوم. چی یو کس نا ببره را وغورځی او زما له لاسه ځاڼګی و کاږي. زه ډیری زارئ ورته وکړم چی ماته یی راکړه خو هغه زالم یی نه راکوی. زه أخر د روپیو لالچ ورکړم. او بیا هغه پیسی واخلی او ځاڼګی ماته راکړی. ځاڼګی بیخی ډیره ښایسته او اصیله وی او ما سره ډیر ګرانئ کوی. اوس زه بیخی ډیر خوشحاله یم.
هغه سړئ ماته یاي که زه نوری ځاڼی وغواړم نو هغه یی راکولاي سی. زه خوشحاله شم او ورته یایم سی ټولی ځاڼګی ماته راکه نو زه روپئ درکوم. زه غواړم سی ټولی آزادی کړم.
هغه ما ځان سره یو خوني ته بوزی. هلته بیخی ډیری ځاڼګی وی. خو هغه یی ګړدی حلالی کړی او صفا کړی وی. او یو غټه کوټه یی ځینی جوړه کړی وی. زه ډیر زیات حیران او پریشانه سم او په خواشینی کښ ورته و یایم سی زه نو دا مړي ځاڼګی څه کوم.
زه له ډیری خواشینئ آسمان ته وګورم. هغه له توره ګړځه ډک وی. او خال خال یوه یوه ځاڼګی روانه وی. سهیلونه ختم سوی وی. زه له ډیره غمه پُر مزکه را پریوزم او ناره کړم چی “خُدایه مرګ را وله ما بوزه”.
او بیا زه را ویښ سم.